30/04/2022
درنو هېوادوالو! نيکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه:
د کوچني اختر د را رسېدو له امله ټولو درنو هېوادوالو ته چې د هېواد په داخل کې ياست يا بهر د زړه له تله درته مبارکي وايم.
الله جل جلاله مو روژې، صدقې، د قران عظيم الشان ختمونه، تراويح او ټول احسن عبادتونه قبول او منظور کړه.
هېله ده چې د کوچني اختر بختورې ورځې او شېبې د خپلو شريفو کورنيوو سره په خوښيوو کې تيرې کړي.
الله جل جلاله دې داسی وخت راولي چې ټول هېوادوال مو په کور د ننه د خپلو کورنيوو او عزيزانو سره يوځای دا نيکمرغه ورځې په خوشحالۍ ولمانځي.
اختر مو يوځل بيا بختور او پر شونډو مو موسکاوې وځليږه.