27/10/2020
زموږ دفتره ته مې هم نه یې هېر!
خير دی که نن دې بم سنګینه فضاء ګرد غبار کړه
د تن هډونه دې کاږه واږه شول
او نازولي کتابونه دې خواره واره شول
سپینې ښيښې دې تور وحشت ماتې کړې
ذرې - ذرې شوې، شګې -شګې لکه سپينې اوښکې!!
خير دې خفه نشي لږ صبر وکړه
تا یو ځل بیا په خپل هنر جوړوم
دې تورې شپې ته دې بیا لمر جوړوم!
خیر دې لږ صبر وکړه
لا د معصومو، ګلاليو، وطنپالو ژڼيو
د خویندو، ميندو ساندې غلې ندي!
د دوی په اوښکو حیاناکې لوپټې لمدې دي
د شهيدانو وينې ډنډ ولاړې!
د ښار فضاء له آهو تشه نده
لارې کوڅې له ماتو شوو ښيښو پاکې ندي...
خير دی لږ صبر وکړه؛
دفتره بیا به دې له مخکې هم ډولي جوړ کړم
د نوي لمر خال به دې بیا په اننګي جوړ کړم!!!
"لمر نيازی"
****
د خوست په نننۍ چاودنه کې "لمر ګرافیکس" ته د اوښتي زیان يوه بدرنګه صحنه!