20/07/2024
استاد ظریف بهادری پرونی ستونزی په اړه لیکلی دی، ټوله نړی ولاړه ده.
په آسترلیا کی مکتبونه، هوایی میدانونه، دفترونه، روغتونونه او داسی نور..
مایکروسافت هک شوی نده ، مایکروسافټ په خپل بیان ک وویل چی هر څه د کراوډ سټرایک Crowdstricke له خوانه شوی. کله چی نوموړی ډیپارټمنټ خپل نوی آپډیت رلیز کړل نو هر هغه کمپیوټر البته مایکروسافټ وینډوز چی د انترنیت سره وصل وه هغه خپل dll فایل آپډیټ کړی او دغه لامل شوی .
اوس به تاسو وایی، چی کراوډ سټرایک CrowdStricke یی لا څه بلا ده.
دا د سایبر سیکیوریټی یو کمپنی ده چی په کال 2012 کی جوړه شوه ده، دوی کلوډ بیز cloud base د هری غټی کمپنی لکه ماسکروسافت سره د پارټنر partner په شکل کار کوی او د هر ی کمپنی د product یا سافتویر د سایبر اټک او د هکرانو نه ساتنه کوی ، د دغه ساتنه لپاره دوی د هر تیکناولجی په سیستم فایل System Files کی خپل API او داسی نو پروګرامونه شاملوی.
کله چی پرون 19-07-2024 نیټه دوی خپل د پروګرمونو اپډیت نشر release کړل نو د دوی په پروګرام کی د errors له کبله هر هغه د مایکروسافت وینډوز فایل چی د متواتر په شکل خپل آپډیت له کلوډ cloud نه اخلی هغه هم آپډیت شوی دی ، همدا وجه ده چی وینډوز بوټ یا ستارټ کیږی نه.
د دغه مشکل د حل لپاره CrowedStricke لاس په کار شوی دی خو لا تر اوسه کومه مثبته نتیجه پلاس نده راغلی.
زما په نظر دا به ډیر یو غټ مشکل وی، پدی اړه زه لګ نور تحقیقاط کوم او له تاسو سره یې شریکوم.